د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګه: رسنۍ دې وژلو شویو افغان امنیتي سرتېرو ته شهید ووايي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان ولسي جرګې نن داسې یوه مسوده تصویب کړه چې په له مخې یې له دې وروسته دولتي او خصوصي رسنۍ باید د افغان امنیتي ځواکونو قربانیانو ته د شهید خطاب وکړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په دې اړه عمومې غونډې ته وویل:

« هغو افغان امنیتي ځواکونو ته چې د وطن د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، د شهید کلیمې د خطاب د قانون طرحه رایې ګیرۍ ته وړاندې کیږي، هغوی چې پرې موافق دي شنه کارتونه او چې ورسره مخالف دي سره کارتونه دې پورته کړي.»

د ولسي جرګې د غړو د رایو په اکثریت سره دغه مسوده تصویب شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې نۍ یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې ویلي وو چې افغان امنیتي ځواکونو ته د شهید کلیمې خطاب د خصوصي رسینو استقلالیت زیانمنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG