د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار برید یو بل ژوبل تن هاشم کرزي سا ورکړه


د کندهار د ولایت مقام
د کندهار د ولایت مقام

د کندهار ولایت د تېرې سې شنبې په خونړۍ پېښه کې ژوبل شوی افغان سوداګر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی هاشم کرزي تر سختو ټپونو وروسته ساه ورکړه.

هاشم کرزي ته یوې نېږدې سرچینې د نوم نه ‌ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نوموړي د دوشنبې په ورځ د هندوستان په روغتون کې ساه ورکړه.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکيو د هاشم خان کرزي په مړینې خواشینی ښودلې او د نوموړي مړینه یې د هېواد خصوصي سکټور ته ستره ضایعه بللې ده.

د دغې خونې ویاند صیام پسرلي نن مشال راډيو سره په خبرو کې له افغان حکومت نه وغوښتل چې د کندهار د وروستۍ پیښې عاملين پیدا او مجازات کړي.

د تېرې سې شنبې په ماښام د کندهار د والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله د کندهارد مرستیال والي عبدالعلي شمسي او د پنځو عرب ډیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG