د لاسرسي ځای

د خیبر پښتونخوا حکومت په تعلیمي نظام کې مهم بدلون کوي


د خیبر بښتونخوا حکومت وايي ـــــ راروانو دوو کالونو کې به په ټوله صوبه کې د بي اې یا د څوارلسم دوه کاله ډګرۍ نظام ختم کړي او له نړیوال معیار سره سم به د څلورو کالو بی اېس نظام عملي کړي.

دا خبره د خیبر پښتونخوا د لوړو ذده کړو لپاره د وزیراعلا مشیر مشتاق غني د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په یوه مرکه کې وکړه.

مشتاق غني وویل ، دا پلان به مرحله وار پرمخ ځي ـــ او تر دوه زره اتلسم کاله به دا نظام د صوبې په ټولو تعلیمي ادارو کې عملي شي ‎.

بل خوا د کالجونو استادانو ویلي چې دا یو ښه نظام دی خو د دې تر عملي کولو وړاندې دی حکومت د استادانو ستونزې هواري کړي او هغوي ته دې د پوهنتون د استادانو په شان د لوړو ذده کړو زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG