د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود عباس: امریکا دې خپل سفارت بیت المقدس ته نه وړي


د جمعې په ورځ د فلسطین لوړ پوړو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر محمود عباس له روسیي ولسمشر ولادمیر پوتینه غوښتي چې د امریکا لخوا د خپلې سفارتخانې بیت المقدس ته د وړولو د مخنیوي په برخه کې دی ورسره مرسته وکړي.

د فلسطین لېبریشن تنظیم یو مشر صایب اریکات ویلي، په ماسکو کې د روس بهرنیو چارو وزیر له سرګي لاوروف سره د ملاقات پر مهال یې د محمود عباس پیغام پوتین ته رسولی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه پیغام کې له ولسمشر پوتینه غوښتل شوي چې نوموړی دې د هغو مالوماتو په لړ کې څه نه څه وکړي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د امریکا سفارتخانه بیت المقدس ته انتقال کړي. اریکات د محمود عباس په حواله ویلي چې بیت المقدس د دوی لپاره خطرناکه سیمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG