د لاسرسي ځای

د سپېن چارواکي وايي، دوه کسان يې له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره د اړيکو په شک نيولي دي.د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه دوه کسان په سېوتا ښار کې نيول شوي دي.

د وزارت په خبره دغه کسان د سختدریځۍ يو عمل ته داخل شوي وو او د هغې ډلې يوه برخه وو چې ترهګر بريد تر سره کولو ته نږدې شوی وو.

د دغو دوو نيول شويو کسانو د شناخت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سپېن پوليسو په تېرو دوو کلونو کې ١٨٠ کسان د سختدریځو فعاليتونو په شک نيولي دي.

XS
SM
MD
LG