د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارزګان کې پوځي عملیات پیلېږي


د افغانستان د ارزګان چارواکي وايي، ډېر ژر به د مرکز ترينکوټ په پاتې سيمو کې چې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي، پوځي عمليات وشي.

د مرکز ترينکوټ په شمال لوېديځه برخه کې دوه ورځني عمليات د جمعې په ورځ پای ته ورسېدل.

په دغو عملياتو کې چې د افغانستان ځمکنيو او هوايي ځواکونو برخه په کې درلوده- د دولت د ٢١ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو او ١٢ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د والي وياند دوست محمد ناياب تېره شپه مشال راډيو ته د نورو پوځي عملياتو د ترسره کېدو خبره وکړه.

هغه وویل:په سيمه کې وضعيت عادي حالت ته راګرځېدلى او هيله من يو په راتلونکو څو ورځو کې د مرکز ترينکوټ پاتې سيمې چې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي پاکې شي."

د ارزګان چارواکي وايي په هغو سيمو کې چې په وروستيو ورځو کې پاکې شوي، تازه پوستې جوړې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG