د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېمز ماتیس وايي پر پاکستان به فشار راولي


د امریکا دفاع وزارت ته کاندید متقاعد جنرال جېمز ماتیس
د امریکا دفاع وزارت ته کاندید متقاعد جنرال جېمز ماتیس

د امریکا دفاع وزارت ته کاندید متقاعد جنرال جېمز ماتیس وايي پر پاکستان به فشار راولي چې پر خپله خاوره د هغو ډلو فعالیت بند کړي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه سناتورانو ته په خطاب وویل که د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شي، په هغو ټولو لارو چارو غور کوي چې د هغو افراطي ډلو پناه ځایونه له منځه یوسي چې د افغانستان امنیت اوثبات یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

جېمز ماتیس پرون د دفاع وزارت لپاره د منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د کاندیدپه توګه د سنا دپوځي خدماتو کمېټې تایید ترلاسه کړ او نن به د هغه پر کانديدۍ عمومي رایيګیري وشي.

جنرال ماتیس ټینګار وکړ چې به سیمه کې هېوادونه دا مسولیت لري چې په افغانستان کې د حکومت او مخالفوډلوترمنځ د بیارغونې دبهیرملاتړ وکړي او مرسته ورسره وکړي.

جېمز ماتیس 66 کلن دی، څلورلسېزې یې په پوځ کې خدمت کړی او په ۲۰۱۳ [میلادي] کال کې تقاعد شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG