د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسرائیلو راکټونه په شام کې پر یوې پوځي اډې لګېدلي


د شام حکومت وايي، کوم راکټونه چې د اسرائیلو له لوري وار شوي له پلازمېنې دمشق بهر پر یوې پوځي اډې لګېدلي دي.

د سوريې د پوځ د قوماندې مرکز نن(جمعه) ویلي چې د اسرائیلو له شماله د چارشنبې پر شپه څو راکټې وار شوي چې تر ډېره پر هغه مرکز لګېدلي چېرته چې د جمهوریت د ساتونکو په نوم پوځیان پکې مېشت و.

اسرائیل تر اوسه دا رپوټونه نه تائید او نه هم رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG