د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېرکل: اروپا باید تر ابده د امریکا پر ملاتړ تکیه ونه کړي


د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل د اروپايي ټولنې پر غړو غږ کړی چې خپلمنځني امنیتي او دفاعي همکارۍ پراخې کړي او دا چې دوی باید تر ((ابده)) د امریکا پر ملاتړ تکیه نه وي.

نوموړې دا خبرې تېره ورځ پر داسې مهال کړې دي چې د ناټو اتحاد په اړه د نوي منتخب امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنتیا په اړه په اروپا کې شکوک پیدا شوي دي.

مېرکل په خپلو خبرو کې د ټرمپ نوم وانخیست خو داسې برېښېده چې د کیمپېن پر وخت یې د هغه دې وینا ته اشاره وه چې د ناټو په اتحاد کې د خپل هېواد ونډې په اړه به فکر وکړي.

مېرکل په برسلز کې له یوه پوهنتونه د ډاکترۍ اعزازي بریلیک تر لاسه کولو غونډې ته په وینا کې وویل، پر دې ((قانع ده چې اروپا او اروپايي ټولنه باید په راتلونکې کې په نړۍ کې د خپلو ذمه واریو تر سره کول زده کړي.))

نوموړې امریکا او له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې وتلو ته په اشاره وویل، ((له اروپايانو سره د نېږدې همکاریو هېڅ ابدي ضمانت نشه.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG