د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د دوو یرغمل شوو بهرنیانو ویډیو خپره کړې


طالبانو د یو اسټرالیايي او یو امریکايي ویډیو خپره کړې چې د دې ډلې له خوا یرغمل شوي دي.

دواړه برمته شوي بهرنیان په دې ویډیو کې د امریکا له حکومته غواړي چې د دوی له تښتوونکو سره دې خبرې اترې وکړي.

دوی ویلي که چیرې د زنداني طالبانو د خوشې کیدو په اړه هوکړه ونه شي دوی به ووژل شي.

دوی له خپلو کورنیو هم غوښتي چې د تښتونکو له منګولو څخه د دوی د خلاصون لپاره دې د امریکا پر حکومت فشار راولي.

د کابل د امریکايي پوهنتون استرالیايي استاد تیموتی ویکس او د هغه امریکايي همکار کیوین کنگد ۲۰۱۶ م کال د اګست په میاشت کې له کابله وتښتول شول.

د امریکا د دفاع وزارت د سیپټمبر په میاشت کې ویلي وو چې پوځیانو یې په افغانستان کې د دوو بهرنیو برمته شویو د خوشې کولو لپاره یو ځای عملیات وکړل خو وروسته وویل شول چې دا دوه تنه په هغه ځای کې نه و موجود.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG