د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بالکان هیوادونو او ختیزه اروپا کې یخنۍ ۷۳ کسان وژلي


په بالکان هیوادونو او ختیځه اروپا کې ساړه موسم او واورو تر اوسه لږ تر لږه درې اویا کسان وژلي دي.

چارواکي وايي چې د یخنۍ دا څپه له ۱۹۶۳م کاله راهیسې ثاری نه لري.

دوی وايي چې په دې هیوادونو کې د شپې له خوا د حرارت درجه تر منفي شل سنټي ګرې ډه هم ټیټه شوې ده.

مرستندویو ادارو خبردار ورکړی دی چې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي دې سختې یخنۍ ته مخامخ دي.

د کډوالو مرسته وکړي نومي سازمان ویلي چې حالات تر دې لا هم پسې خرابېدونکي دي هغه ځکه چې په زرګونه خلک لا هم سختې یخنۍ ته پراته دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG