د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې روس د امریکا د ځینو ادارو انټرنیټي سرورونه هېک کړي دي.
ډونلد ټرمپ دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په نیویارک کې د خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه وویل، تر کومه ځایه چې د هک کېدو خبره ده نو دی باور لري چې دا روس وو خو دی پر دې هم باور لري چې نورو هیوادونو هم دا کار کړی دی.
ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر ډونلډ ترمپ به د جنورۍ پر شلمه نېټه د ولسمشر په توګه رسمي دنده پیل کړي.