د پاکستان د سيند صوبې ګورنر او پخوانی جسټس سعیدالزمان صدیقي د اتیا کالو په عمر کې مړ شوی دی.
په کراچۍ کې د سیند د ګورنر دفتر په یو خبرپاڼه کې وویل چې پخواني جسټس سعیدالزمان صدیقي د ورپېښې ناروغۍ له امله سا ورکړې ده.
خبرپاڼه لیکي چې د هغه جنازه به د جمعې په ورځ د کراچۍ په پولو میدان کې تر سره کېږي او بیا به یې مړی په ګذري نومي هديره کې خاوره ته سپارل کېږي.
پخواني جسټس سعیدالزمان صدیقي د پاکستان سپریم کورټ قاضي پاتې شوی وو او د ۲۰۱۶م کال د نومبر له ۱۱مې د سیند ګورنر وو.
د نوي ګورنر تر ټاکل کېدو د ګورنرۍ چارې د سیندهـ اسمبلۍ سپیکر اغا سراج دراني ته سپارل شوې دي.