ټاکل شوې ده چې متحده عرب امارات به نن د خپلو هغو پنځو ډیپلوماټانو مړي خاورو ته وسپاري چې په کندهار کې په یوه چاودنه کې وژل شوي وو.
د دې پنځو ډیپلوماټانو مړي د چارشنبې په ماښام په یو ځانګړي پرواز کې له کابله ابوظبۍ ته ورسیدل.
متحده عرب اماراتو د دې پنځو ډیپلوماټانو پر وژل کېدو له چارشنبې څخه درې ورځنی ملي ویر اعلان کړی دی او په ټوله نړۍ کې به د دې هیواد بېرغونه نیم ځوړند وي.
د دوبۍ امیر او د متحده عربي اماراتو وزیراعظم شیخ محمد بن رشید المکتوم پر خپله ټویټر پاڼه په کندهار کې شوې چاودونه غندلې ده.
هغه لیکلي چې د بې ګناه انسانانو د وژنې لپاره هیڅ ډول انساني او اسلامي جواز نشته.
د سېشنبې په ورځ شوي دې برید کې د کندهار د مرستیال والي په ګډون ټول یوولس کسان ووژل شو.