د ټیلرسن روسۍ اړیکې به د سېنېټ تر ازمویښت تېرېږي
د امریکا سېنېټ کره کړې چې د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه به د بهرنیو چارو وزارت لپاره د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ نومولي د اېګزن موبیل مشر رېکس ټیلرسن اوورونه کوي. د ریپلیکنو ځینې مخور له روسیې سره د هغه پر اړیکو اندېښنه لري. ځینې شننونکي بیا وايي، ډونلډ ټرمپ ځکه رېکس ټیلرسن د بهرنیو چارو وزارت لپاره غوره کړی چې د ده په ذریعه دی له روسیې سره اړیکې ښه کول غواړي. رېکس د نولس سوه نوي له لسیزې د تیلو کمپنۍ د مشر په توګه له روسیې سره یوشمېر کاروباري لوظنامې کړې دي او وخت په وخت يې له روسیې سره د اړیکو ښه کولو خبره کړې ده. څلورشپېته کلن رېکس ټیلرسن په سفارتي یا حکومتي کچه د کار تجربه نه لري خو وخت په وخت يې د روسیې او روسیو مشرانو په اړه بیانونه ورکړي دي. نوموړي له روسي ولسمشر پوټین سره ډېر په باقاعدګي سره لیدل کتل کړي دي او د روسي ولسمشر له خوا يې د دوستۍ جایزه هم ترلاسه کړې ده. په راپور کې راغلي دي چې د انتخاباتي کمپاین پر وخت ډونلډ ټرمپ له ایران سره د امریکا جوهري لوظنامې غندنه کړې ده خو په دغه اړه يې بېلا بېل بیانونه ورکړي دي. که چیرې ټرمپ غواړي له ایران سره د دغه لوظنامې لپاره نوي شرایط وټاکي نو رېکس ټیلرسن په دغه اړه مهم کردار لوبولی شي. داسې ښکاري چې هغه په ایران کې سرمایه کارۍ ته اماده ښکاري. د چاپیریال ساتنې په اړه ــــ ډونلډ ترمپ د انتخاباتي کمپاین په وخت د پاریس په لوظنامه کې د امریکا په ګډون تنقید کړی وو خو له ټاکلېدو وروستو هغه ویلي ول چې په دغه اړه هغه بحث ته تیار دی. د ایکسون موبیل کمپنۍ د مشر په توګه هغه په یو بیان کې ویلي ول چې چاپیریال ته ورپېښ خطرونه ریښتیا دي او په دغه اړه جدي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.