نن د مصر په شمالي سیمه سینا کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید په نتیجه کې لږ تر لږه اته پولیس وژل شوي دي. په ال اریش ښار کې برید کونکي د خځلو لپاره استعماليدونکی ګاډی له بارودو ډک کړی وو او له امنیتي پوستي سره یې جنګولی دي.
په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان زخمیان شوي هم دي. د راپورونو له مخې د چاودنې له وجې د پولیسو درې منزله ودانۍ ویجاړه شوې ده.
تر اوسه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو په دې ورستیو کې په سینا سیمه او د هیواد په نورو برخو کې پر امنیتي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش سره تړاو لرونکې يوې ځايي ډلې د داسې بریدو زمه واري پر غاړه اخیستې.