د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې به د اور-ګاډي غبرګې پټلۍ وغځول شي


د پاکستان اور-ګاډي محکمې لپاره د سټېنډینګ کمېټۍ غړی حامد الحق وايي، چې تر چین - پاکستان اقتصادي پروژې لاندې به په خیبر پښتونخوا کې ډېر ژر د ریلوې غبرګې لارې جوړول پیل شي.

د پاکستان اور-ګاډي محکمې لپاره د قامي اسمبلۍ د سټېنډینګ کمېټۍ پلاوي د ګل ورځ د پيښور دوره وکړه او تر غونډې وروسته یې په کميټۍ کې د خيبر پښتونخوا استازي او د قامي اسمبلۍ غړي انجنيېر حامد الحق مشال راډیو ته وویل چې په ځینو سیمو کې خلکو د اور-ګاډي پر پټلیو ودانۍ جوړې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د کمیټۍ پلاوي ته ویل شوې چې په خيبر پښتونخوا کې د رېلوې نزدې په ۳۵۰ ايکړه ځمکه قبضه شوې وه چې پروسږ کال پکې ۱۷۵ اېکړه ځمکه له قبضه ګرو خلاصه کړل شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG