په یکشنبه د یروشلم په ختیزه برخه کې د اسراییلي پوځیانو پر یوه ډله د ټرک ورختلو په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او پنځلس نور ژوبل شوي دي. د پولیسو یوې ویاندې دغه پیښه یوه کستي ترهه ګر برید بللی دی.
د پولیسو د وېنا ترمخه د دغه ټرک ډرایوار پر هغه ځای په ډز وژل شو ی دی. پولیس چارواکي وايي د دې پیښې د ټولو قربانیانو عمرونه د شلو او دېرشو کلنو په منځ کې ول او پکې درې ښځې هم شاملې دي.
د اسرایل وزیراعظم بینیامین نتن یاهو ویلي بریدګر پیژندل شوی او ټولې نښې یې ښايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پلوي وو.
امریکا د دغه برید غندنه کړې ده. د تېر سېپټېمبر راهیسې د تشدد په پېښو کې ۴۰ اسراییلي او دوه امریکايي وګړي وژل شوي دي او اسراییليو ځواکونو ۲۲۹ فلسطینیان وژلي دي.