د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی ایرانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني ومړ


د ايران دولتي رسنۍ راپور ورکړى چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د ۸۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ایران دولتي ټېلیوېژن په یکشنبه اعلان وکړ چې رفسنجاني د تهران په يوه روغتون کې د زړه له مړ شو.

اکبر هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹ میلادي کاله تر ۱۹۹۷ میلادي کاله پورې د ایران ولسمشر و او تر څو لسیزو د ایران په سیاست کې مهم رول لوبولی دی.

رفسنجاني یو حقیقت پسنده او محافظه کار سیاستوال وو چې د غربي نړۍ سره د تعلقاتو ښو کولو ملاتړی وو. نوموړی له ۱۹۸۹ م کاله تر ۱۹۹۷ م کال پورې د ایران ولسمشر پاتې شوی وو او په ۲۰۰۵م کال کې یې د محمود احمدي نژاد په مقابله کې انتخابات بایللي وو. دا راز د ۲۰۱۳م کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې یې د ډیر عمر لوجې د برخې اخیستو درخاست رد کړل شوی وو.

رفسنجاني دغه‌راز د ایران د اسلامي جمهوريت له مهمو بنسټښودو څخه و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG