په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت خپل ۲۰۰ سرتېري په فراه ولایت کې ځای پر ځای کړل.
ناټو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دا سرتېري به د افغان ځواکونو روزنه کوي او هغوی ته به پوځي سلا مشوره ورکوي.
تر دې دوه ورځې مخکې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان وکړ چې په هلمند کې به ډېر ژر د سمندري ځواک ۳۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي.
د ناټو اعلامیه وايي، فراه ته دا سرتېري د دې ولایت د والي په غوښتنه استول شوي دي چې اکثره يې ایټالوي عسکر دي.
فراه او هلمند دواړه په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت وسلهوالو مخالفانو تر منځ د سختو جګړو شاهد دي.