د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د بشري حقونو د فعال سلمان حیدر د موندلو امر وکړ


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان

د پاکستان د کورنېو چارو وزير د لا درکه کړل شوي پروفیسر سلمان حېدر د خوشې کولو لپاره د کوششونو تېزولو امر کړی دی.

د کورنېو چارو وزير چودري نثار علي خان په يو بيان کې ویلي چې د پوليسو په ګډون ټولو متعلقه ادارو ته يې امر کړی چې د فاطمه جناح يونيورسټۍ پروفیسر سلمان حیدر د زر تر زره خوشې کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر له اسلام اباده د جمعې شپې راهيسې لادرکه دی. د نوموړي د تښتولو زمه واري چا نه ده منلې خو په پاکستان کې مخکې هم د تعليمي ادارو استادان او ټولنيزو چارو کارکونکي په ورته ډول تښتول شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان استخباراتي ادارو ته ګوته نیول کېږي چې د دا ډول مرموزو تښتونو تر شا لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG