د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پولیس پر شاپورځدراڼ د برید پلټنه کوي


شاپورځدراڼ له ولولو ډکه لوبه کوي
شاپورځدراڼ له ولولو ډکه لوبه کوي

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د کرکټ د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د قضیې په اړه څیړنې کوي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل پر شاپور ځدراڼ د وسله وال برید په اړه څیړنې پیل شوي خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ پرون شپه د کابل ښار په بګرامي ولسوالۍ کې د وسله وال برید لاندې راغی خو دی او ورور یې له بریده روغ ووتل.

شاپورځدراڼ چې ډېره موده په ټیم کې نه و او یو ځل بیا ملي ټیم ته وبلل شو د رپوټونو په اساس څو ورځې مخکې هم د خوست د کرکټ سټډیوم د پرانیستې په مراسمو کې پرې د برېد هڅه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG