د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو د واپسۍ بهیر د جنورۍ په ۱۶ مه پیلیږي


د خوست په ګلان کیمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال
د خوست په ګلان کیمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال

پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې مېشت د شمالي وزيرستان کډوالو واپسۍ بهیر به له شپاړسمې جنورۍ پېلوي.

د شمالي وزيرستان انتظامي چارواکو د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې کډوال دې د واپسۍ لپاره زر تر زره خپل اندراج وکړي.

پاکستاني چارواکي او قبایلي مشران په غلام خان سیمه کې
پاکستاني چارواکي او قبایلي مشران په غلام خان سیمه کې

د دوی په خبره هره ورځ به ۲۰۰ کورنۍ د غلام خان پر لاره وزيرستان ته راولي او د دوی لپاره ټول انتظامات شوي دي.

چارواکي زياتوي چې په شمالي وزيرستان کې د مشکوکه وسله والو پرضد د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله زرګونه کورنۍ افغانستان ته کډه شوې وې چې پکې زياتره یې په بېلابېلو لارو خپلو کورنو ته راستنې شوي خو لا هم پنځه زره کورنۍ هلته دېره دي.

XS
SM
MD
LG