د لاسرسي ځای

دا غوښتنه د شنبې په ورځ د ډاکټر خان تحریک تر سیوري لاندې په پېښور کې د یو غونډې پر مهال شوې ده.

پېښور: د پښتونخوا ولسي او ادبي سازمانونو غوښتنه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا کې دې تعلیم په مورنۍ ژبه پښتو کې ورکړل شي.

دا غوښتنه د شنبې په ورځ د ډاکټر خان تحریک تر سیوري لاندې په پېښور کې د یو غونډې پر مهال شوې ده.

د غونډې ګډونوالو په ویناوو کې وویل چې له مورنۍ ژبې پرته پرمختګ نشي کېدای.د تحریک یو مشر معراج الدین مشال ریډیو ته وویل ، په نړۍ کې چې کومو قامونو یووالی او پرمختګ کړی دی هغوی په خپلو مورنیو ژبو کې خپلو ماشومانو ته تعلیم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ژبوهانو په دې وروستیو کې ویلي چې په راتلونکو لسو کالو کې به په خیبر پښتونخوا کې یو شمیر ژبې د ورکیدو له خطر سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG