د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې وسله وال پنځه کسان وژلي


د امریکا چارواکې وايي په فلوریډا هوايي ډګر کې يو وسله وال په ډزو کې پنځه کسان وژلي او تربريد وروسته نيول شوی دی.

د بروارد کاونټي ښاروالۍ دفتر پر ټویټر پاڼه د پنځو کسانو د وژل کيدو خبر تائيد کړي دی.

دا پيښه فورټ لوډیرډال هالې وډ هوايي ميدان کې رامنځ ته شوې ده. په دې پيښه کې اته کسان ژوبل شوي هم دي.

د هوايي ميدان پر ټويټر پاڼه ويل شوي چې بريد ګر د سامانونو د اخیستو په ځاي کې ډزي کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG