د افغانستان جمهوري ریاست د مشهور افغان تاریخ لیکونکي پوهاند حسن کاکړ مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه ګڼي.
په علمي او ټولنیزو چارو کې د افغان ولسمشر لوړپوړی سلاکار پوهنوال لعل پاچا ازمون نن مشال راډیو ته وویل، چې د استاد محمد حسن کاکړ تشه به تر ډېره د افغانستان په علمي او اکاډیمیکه برخه کې محسوسه وي.
پوهاند حسن کاکړ د جمعې په ورځ د امریکا د کلیفورنیا په یوه روغتون کې د اته اتیا کلنۍ په عمر کې وفات شو.
د پوهاند کاکړ مړینه افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ځانګړو پیغامونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره یو ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه بللې ده.