د افغانستان د بغلان والي وايي په تاله و برفک ولسوالۍ کې د ١٢ کان کيندونکو د وژنې څېړنې يې پيل کړې دي.
پرون د تاله و برفک ولسوالۍ په اناردره سيمه کې پر دغو کان کيندونکو وسلوالو حمله وکړه.
د بغلان چارواکي وايي په پېښه کې ١٢ کان کيندونکي وژل شوي او پنځه ژوبل شوي دي.
د بغلان والي عبدالستار بارز بيګا مشال راډيو ته وويل چې کان کيندونکي ساحې ته روان وو چې په دره کې نامالومو وسله والو ورباندې برید وکړ .
په په ځينو راپورونو کې د وژل شويو کان کيندونکو شميره١٣ ښوول شوى ده.