د لاسرسي ځای

د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا په مشرۍ غونډې ته د قدرتي ناورینونو سمبالولو ادارې (اېف ډي اېم اې) له قبایلي سیمو د پوځي عملیاتوله وجې د بې کوره کړل شویو وګړو په باب تفصیلي معلومات ورکړل.

په ګورنر کور [هاوس] پېښور کي د زیارت په ورځ د قبایلي سیمو کډوالو ژر تر ژره ستنولو په اړه د اعلا پایې یوه غونډه ترسره شوه. دوی ویلي هغه کډوال چې په سیمو کې یې امنیت پرځای شوی دی خو بیا هم له کسته ستنېدل نه غواړي نو د کډوالۍ حیثیت او راجسټرېشن به ختم کړل شي.خو بلخوا بې کوره کړل شوي خلک وايي په سیمو کې یې تر پوځي عملیاتو وروستو د ژوند بینادي اسانتیاوې د نشت برابرې دي او علاقې یې د استوګنې وړ نه دي.

له ګورنر کوره د خپاره شوي بیان له مخې څه باندې درې لاکه شپږ دېرش زره کورنو کې څه باندې دوه لکه شپږ اویا زره کورنۍ قبایلي سیمو ته ستانه شوي دي اوڅه کم شپېته زره کورنۍ لا هم خپلو کلیو ته نه دي ستانه شوي.

له ګورنر هاوسه د خپاره شوي بیان له مخې په دغه څه کم شپېته زره کورنو کې ځینې داسې کورنۍ شته چې په سیمو کی یې امن بحال شوی دی خو دوی دوی بیا هم نه ستنېږي.د خبرپاڼې ترمخه د اعلا پایې په دغه غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې دغه خلکو ته به په څلورو اونیو کې خپلو سیمو ته د ستنېدولو یاودونه کیږی او که هغوی بیا هم نه ځي نو د کډوالۍ حیثیت به ختم کړل شي.

د نه ستنېدونکيو کډوالو د حیثیت ختمولو په لړ کې له جنوبي وزیرستانه په دوه زره نهم کې بې ځایه شوي یو خبریال نصیر اعظم مشال راډيو ته وویل، د هغه کورنۍ اوس مهال په ټانک کې اوسېږي او دا ځکه چې تر دې دمه په خپل کلي کې د اوسېدلو جوګه نه دي اود ژوند بنیادي اسانتیاګانې نه شته.

"کورونه ټول وران پراته دي. نو تر شنه اسمان لاندې به دوی هغلته څه رنګ واوسېږي، نه هم تر دې دمه هغوی ته د وران شویو کورونولپاره حکومتي مرسته ورکړل شوې ده. زه حیران په دې یم چې په تېرو اتو کلونو کې د جنوبي وزیرستان ټول خلک خپلو سیمو کی ودان نه کړل شو او اوس ګورنر وايي چې زه به د دوی د کډوالۍ حیثییت او راجسټرېشن ختموومه."

په ګورنر هاوس پېښور کي د کډوالو واپسۍ په اړه تر دغه غونډې وروستو د قبایلي سیمو لپاره د قدرتي ناورینونو سمبالولو ادارې مشر خالد خان مشال راډیو ته وویل چې له قبايلي سیمو بې کوره کړل شوي دوه اتیا فیصده خلک ستانه شوي دي او پاتې خلک به هم زر تر زره خپلو سیمو ته ولېږدول شي.

د اېف ډي اېم اې مشر خالد خانمشال راډيو ته ووېل چې د نه ستنېدونکي کډوالو د حیثیت ختمولو وړاندی به دوی لهد واپس تګ پوره پوره موقع ورکول کیږي.

"که دا خلک واپس خپلو سیمو ته نه ځې نو څه رنګ به ددوی د وران شوي کورونو سروېسر ته رسي او څه رنګ به د پرمختګ نورې چارې په مخ ځي، موږ به نه ستنېدونکي کډوالو تهد واپس تګ پوره پوره موقع ورکوو خو که دوی بغېر د څه وجې خپلو سیمو ته نه ځې نو بیا به له موږ سره د دوی د راجسټرېشن ختمولو پرته بله چاره نه وی."

XS
SM
MD
LG