د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په بغلان کې ۷ کانکیندونکي وژلي


Afghanistan -- North East Afghanistan province Baghlan full map نقشه بغلان graphic, 26 October 2016
Afghanistan -- North East Afghanistan province Baghlan full map نقشه بغلان graphic, 26 October 2016

په بغلان کې نامعلومه وسله والو د جمعې ورځ د ماسپښین شاوخوا درې بجې ۷ کانکیندونکي وژلي دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادی راډیو ته وویل چې دا کسان د اناردرې په سیمه کې وسله والو وژلي دي او څلور تنه نور یې ژوبل کړي دي.

که څه هم هېچا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی خو د تاله او برفک ولسوال وايي کیدای شي داعش (اسلامي دولت ډلې) دا کانکیندونکي چې هزاره توکم دي او له بغلان نه بامیانو ته خپلو کورونو ته روان ول ویشتلي وي.

تر دې مخکې هم په لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښې شوي خو دا لومړی وار دی چې په دې تعداد کسان د سفر پر مهال وژل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG