د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان تاریخ پوه ډاکتر محمد حسن کاکړ ومړ


ډاکتر محمد حسن کاکړ
ډاکتر محمد حسن کاکړ

افغان تاریخ پوه پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د پنجشنبې پر شپه د شاوخوا ۸۸ کلونو په عمر په امریکا متحده ایالتونو کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه د کورنۍ غړیو ویلي چې پوهاند کاکړ له ډېر وخته د کالیفورنیا په یوه روغتون کې بستري و.

پوهاند کاکړ د کابل پوهنتون استاد او رییس پاتې شوی چې د تاریخ او ژبې په برخه کې یو شمېر اثار لیکلي او ژباړلي دي.

نوموړي څه موده وړاندې له مشال راډیو سره په مرکه کې د خپل تازه کتاب په اړه ویلي و:

“ ما په دې نږدې وختونو کې یو اثر لیکلی په نامه د پښتون،افغان او افغانستان. په دې کې مې کوشش کړی دی چې د پښتنو څرک په پخواني تاریخ کې زه ولټوم”

د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لیکلي او ژباړلي اثار زیات دي او معتبرې جایزې یې هم ګټلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG