د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغداد کې بمي چاودنۍ او موصل ښار کې پوځي عمليات


عراقې چارواکي وايي چې په موصل او انبار کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد تازه عمليات پيل کړي دي. دا پوځي عمليات په داسي حال کې کېږي، چې په دا اونۍ کې په بغداد کې په بريدونو او چادونو کې په لسګونه کسان وژل شوي دي.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د زیارت ورځ په دوو جلا، جلا چاودنو کې ۱۴ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي. د يوې چاودنۍ ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې ده.

عراقیو چارواکيو ویلي، لومړۍ چاودنه تېره ورځ د بغداد په شییعه مېشته سیمه کې شوې چې پکې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ژوبل دي. پولیس وايي، دا موټر بمي چاودنه د العبیدي په سیمه کې له یوه بازار سره نېږدې شوې. د دې برید ذمه واري اسلامي دولت ډلې منلې.

په دویمه چاودنه کې د بغداد په مرکز کې د باب المعظم سیمې امنیتي پوسته په نښه کړل شوې چې پکې اته کسان وژل شوي دي. د دي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلي. په تيره اونۍ کې په بغداد کې په بريدونو کې په لسګونه کسان وژل شوي ول چې د ځينو بريدونو ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وې.

دا بريدونه په داسي حال کې کېږي، چې عراقي ځواکونه د امريکا هوايي بريدونو او ملېشو په ملاتړ د موصل ښار بيرته نيولو لپاره عمليات کوي. د عراق پوځي چارواکیو ويلي دي چې د شام له پولې سره نزدې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر ولکې لاندي ښارګوتو د نيولو لپاره تازه عمليات پيل کړي دی.

د جزيره په نامه د پوځي عملياتو مشر ليفټنټ جنرال قسيم محمدي ای ايف پی خبري اژانس ته ويلي دي چې د انبار صوبې په لوېديځ برخو کې پوځي عمليات شورو شوي دي چې دغه علاقې له اسلامي دولت وسله والو پاکې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG