د لاسرسي ځای

له ایران سره کړی اټومي تړون بابد ختم نه کړل شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د منتخب ولسمشر ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړی دی چې له ایران سره شوی اټومي توافق دې نه ختموي ځکه چې د ده په وینا، د دې تړون له کبله تهران هغه تخنیکي وړتیا نه لري چې اټومي وسله جوړه کړي او په دې توګه نړۍ نسبتاً زیاته محفوظه شوې.

منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر توافق انتقاد کړی چې پکې ایران ته ډېر څه ورکړل شوي دي او داسې اشاره یې ورکړې چې ښايي ختم یې کړي.

کیري د پنجشنبې په ورځ وویل، ((هېڅ کس وړاندوینه نشي کولای چې د ټرمپ انتخاب به څه وي)) خو له امریکا سره د توافق تر لاسلیکولو مخکې د اټومي وسلو لرونکي ایران یا په منځني ختیځ کې د شخړې په څېر ((ډېر بد انتخابونه)) ول.

XS
SM
MD
LG