افغان چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۱۹ وسله وال وژل شوي دي.
تېر مازیګر د دفاع له وزارته په خپور شوي بیان کې راغلي، دا وسله وال د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.
بیان وايي، په وژل شویو کې دوه بهرنیان هم دي خو هویت یې نه دی ورکړل شوی. بیان زیاتوي، دا بهرنیان د هېلمند او نیمروز پر لویه لار په عملیاتو کې وژل شوي دي.
وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.