د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني پولیسو د برلین برید یو مشکوک کس نیولی


د جرمني چارواکي وايي د هغه کس ملګری یې نیولی دی چې په برلین کې یې برید کړی وو. دوی وايي چې د انیس العامري دا ملګری یې په یو بله دوسیه کې نیولی دی.

د فدرالي څارنوالۍ ویاندې فراک کویلر د چارشنبې په ورځ وویل چارواکي له دې نیول شوي کسه په دې اړه پوښتنې ګروېږنې کوي چې ایا د ډسمبر د نولسمې په پېښه کې یې لاس درلود او که نه؟

په هغه برید کې ۱۲ کسان وژل شوي وو.

دغه نیول شوی ۲۶ کلن تونیزیايي د ډسمبر د ۱۹نېټې د برید اصلي تورن انیس امیري دوه کلن ملګری و او دوی دواړو د برید په شپه یو ځای په رېستورانت کې ډوډۍ خوړلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG