د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، که چېرې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ملګرو ملتونو له تور لېسټ لیرې نه شي له حزب اسلامي سره د سولې تړون نامه به له ستونزو سره مخامخ شي.
د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل:”په لومړیو کې ټولو هېوادونو له موږ سره همغږي درلوده چې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره به همکاري کوي، خو اوس په دې برخه کې نوې خبرې اورو، که چېرې دا کار ونهشي دا به منفي اغېزې ولري."
دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې د یو شمېر راپورونو پر اساس روسیې د ملګرو ملتونو له تور لېسټه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت ښودلی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا بیا دغه ګام د روسیې او امریکا تر منځ سیالي بللې او وایي، دغه هېواد ته ستونزې پیدا کوي.