د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې د طالبانو یو نومول شوی ولسوال وژل شوی


د افغانستان د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، د طالبانو یو نومول شوی ولسوال او شپږ نور ملګري یې په دغه ولایت کې وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد مشال راډيو ته وویل، طالبانو ملا غني مبارز د کشک کهنه ولسوالۍ لپاره ولسوال ټاکلی و چې د افغان پوځیانو په ظفر نومي عملیاتو کې ووژل شو.

فرهاد زیاتوي”:د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا غني مبارز له خپل مرستیال او پنځو نورو طالبانو سره ووژل شول.په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ‎ژوبله نه‎ده اوښتې."

هغه ونه ویل چې دا کسان دقیقاً څه وخت وژل شوي دي خو د ظفر عملیات له درې ورځو راهیسې په کشک کهنه ولسوالۍ کې روان دي.

وسله‎والو طالبانو د پېښې په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه ‌دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG