د خیبر پښتونخوا په پيښور کې په کچرو یا جوډيشل کمپليکس کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د پوليس د مالوماتو دفتر مشال ريډيو ته وويل چې دا ډزې د چارشنبې په ورځ د شخصي دښمنۍ په لړ کې شوي.
پوليس زياتوي چې په وسله سمبال کس عدالت ته پېشۍ ته ورغلی وو چې چې مخالفينو ورباندې ډزې وکړې او برید کونکی کس د پېښې پر ځای نیول شوی دی.
د پوليسو د مالوماتو څانګه وايي چې ډزې کونکې کس د صوبايي اسمبلۍ د غړي ارباب محمد وسيم ساتونکی دی.