د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فیلپین کې وسله والو پر زندن برید کړی


پولیس وايي، لسګونه وسله وال کسان چې له یاغي مسلمانانو سره یې ارتباط درلود په جنوبي فیلپین کې یې پر یو زندان برید کړی، د زندان یو ساتونکی یې وژلی او له ۱۵۰ و زیات قیدیان یې خوشي کړي دي.

د فلیپين جنوبي جزیرې له لسګونو کلونو راهیسې د مسلمانانو له بغاوت سره مخامخ دي.

د زندان مسول پیټر بونګاټ ځايي رسنیو ته ویلي چې وسله والو د ( کیډا پاون ) ښار په ( شمالي کوتاباتو ولسوالۍ ) زندان له ځايي وخت سره سم د شپې په یوه بجه پر ساتونکیو حمله وکړه.

د زندان د شاوخوا یو نیم زرو قیدیان څخه ۱۵۸ یې په تښتیدو بریالي شوي چې ۴ تنه یې دوباره نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG