د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د وسله والو طالبانو یوه۱۱ کسیزه ډله نیول شوې


د کندهار د ملي امنيت رياست وايي، د وسله والو طالبانو یوه ۱۰ کسيزه ډله یې نیولې ده چې په کندهار او زابل کې یې د پوځ په اکمالاتي کاروانونو حملې کولې.

د کندهار د ملي امنیت ریاست د سېشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې دغو کسانو همداراز په کندهار ښار کې هدفي وژنې هم ترسره کولې او د بیان له مخې نیول شویو کسانو خپل ټول جرمونه منلي هم دي.

په کندهار کې دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې په دغه ولایت کې په وروستیو کې د هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې او په تړاو یې ځینې کسان د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG