د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د حکومت په هره سطحه به له اداري فساد سره مبارزې ته دوام ورکوو”


د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د حکومت په هره سطحه به له اداري فساد سره مبارزې ته دوام ورکړي.

د لویې څارنوالۍ چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر د اداري فساد د تورونو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر دنده وځنډوله.

د لویې څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس اصف فیاض مشال راډیو ته وویل، له اداري فساد سره مبارزه د ملي یووالي د حکومت لومړیتوب دی.

فیاض زیاتوي:”لویې څارنوالۍ او په مجموع کې د ملي یووالي حکومت مشرتابه پرېکړه کړې چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز رامنځته کړي او د دې مرکز په جوړېدو په حقیقت کې د هغو افرادو او اشخاصو محاکمې ته لاره پرانیزي چې د اداري فساد په لویو قضیو کې لاس لري."

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په اړه د مؤظف پلاوي د څېړنو نتایجو ته په تمه دي.

په ارګ کې چارواکي وايي، عبدالرزاق وحیدي د مالي فساد په ځینو مواردو کې پر لاس لرلو تورن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG