د شام یاغي وسلهوالو ډلو د دوشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د روسیې په نوښت د سولې په هغو خبرو کې د ګډون په اړه خبرې ځکه ځنډوي چې د شام حکومت له ټینګ شوي څلور ورځني اوربنده سرغړونه کړې ده.
د شام حکومتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د دمشق شاوخوا او حلب کې حملو ته په داسې حال کې زور ورکړی و چې دغو ځواکونو هڅه کوله دغو ښارونو ته د اوبو رسولو شبکې خوندي کړي.
یاغي وسلهوالو په یوه بیان کې وویل چې د پوځ او د ایران ملاتړو لرونکو ملېشو لهخوا هر ځمکنی پرمختګ به د سولې د خبرو د پیلېدو هڅې او هم د روسیې او ترکیې په مرسته ټینګ شوی اوربند چې د ډسمبر له ۳۰مې نافذ شوی، پای ته ورسوي.