د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۷۵ وسله وال وژلي دي.
د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دوشنبې په ورځ راغلي چې امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د لوګر، فاریاب، هرات، خوست او ننګرهار په ولایتونو کې عملیات ترسره کړي او وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ۷۵ وسله والو وژل کیدو سربیره د نهو تنو د ټپي کیدو او ۶ تنو د نیول کیدو هم ویل شوي.
په دې خبر پاڼې کې حکومتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.