په افغانستان کې د ننګرهار چارواکي وايي چې د ملي امنيت منسوبينو پينځه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او شپږ تنه نور د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي د سېشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي ناسته کې وویل: "د ملي امنیت منسوبينو په يوه موټر کې سپاره درې تنه ماین خښوونکي له څو کړيو ماینونو، بې غږه تفنګچو او د ماین خښوونې وسایلو سره نيولي، د خوږياڼي په خبره نیول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی."
خوږياڼي زیاتوي چې د ملي امنیت منسوبيو په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه تنه محمد جلال او الیاس احمد چې د عشر او زکات په نوم يې له خلکو پیسې راټولې او په بېلابېلو ولسواليو کې يې پرېد دولت وسله وال مخالفین حمایه کول، نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
خوږياڼي وړاندې وايي چې د ملي امنیتد منسوبينو په هڅو د امام جان په مشرۍ شپږ تنه وسله وال طالبان چې پخوا يې په پچير و اګام او چپرهار ولسواليو کې تخریبي کړنې تر سره کولې، د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.