د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو نوی مشر وايي سولې ته لومړیتوب ورکوي


د ملګرو ملتونو نوی مشر انتونیو ګوتېرېش
د ملګرو ملتونو نوی مشر انتونیو ګوتېرېش

د ملګرو ملتونو نوی سيکرټر جنرل وايي ۲۰۱۷ م کال کې سولې ته لومړیتوب ورکوي.

انتونیو ګوتېرېش چې د جنورۍ په اوله نېټه یې بانکي مون پر ځای د ملګرو ملتونو د مشرتابه دنده خپله کړه، په یوه پیغام کې ویلي، دی به د شام، جنوبي سوډان، یمن او برونډي په شان هیوادونو کې په جګړو کې د بند پاتې کسانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

نوموړی وايي، په دغو روانو جګړو کې ګټونکي هېڅوک نشته، بلکې ټولې خواوې بایلونکې دي. دی زیاتوي:

« راځئ! لومړیتوب سولې ته ورکړو، ۲۰۱۷ م کال د یو داسې کال په توګه وګرځوو چې پکې خلک، حکومتونه او مشران زموږ تر مینځه د اختلافاتو د کمولو لپاره کار وکړي.»

۶۷ کلن ګوتېرېش چې د پورتګال وزيراعظم هم پاتې شوی تر دې مخکې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنر په توګه یې کار کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG