د افغانستان جمهوری ریاست وایي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده ځنډول شوې ده.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې د ښاغلي وحیدي دنده په نوموړي د ادارې فساد د تورونو له امله ځنډول شوې ده.
د مینه پال په خبره په مخابراتو وزارت کې د دغو تورنو د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
ښاغلی وحیدي تردې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې لخوا د پرمختیايي بودجې د نه لګولو له امله سلب صلاحیت شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د ادارې فساد په تړاو د تورنو له امله د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي دنده ځنډول کیږي.