د لاسرسي ځای

"له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي ټول قبایلیان به زر په کور شي"


د ارشیف انځور

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی ملک نظیر وايي د جنګ له کبله له شمالي وزیرستانه بې ځایه شوي ټول قبایلیان به ډېر زر خبلو کورونو ته ستانه شي.

ملک نظیر مشال راډیو ته په مرکه کې وویل:

« زه دا نه وایم چې سل په سلو کې خلک واپس شوي دی، خو زه دا ویلی شم چې له اتیا نیولې تر نوي فیصده پورې خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. »

نوموړی وايي دوی هیلمن دي چې د پاکستان پوځ او ملکي حکومت به د پاتې بې کوره کړل شویو خلکو د واپسۍ لپاره ډېر زر ګړندي ګامونه پورته کړي.

له افغانستان نه به د کډوالو واپسي د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه پیل شي

د پاکستان حکومت په تېرو څو کلونو کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه عملیات وکړل چې په پایله کې یې د شمالي وزیرستان لکونه خلک بې کوره کړل شوي وو. دغه بې کوره کړل شوي کسان بنو، پېښور، کوهاټ، هنګو او د افغانستان خوست ولایت ته په کډو کولو مجبوره شوي وو. ملک نظیر وايي له افغانستانه د وزیرستاني کډوالو د واپسۍ لړۍ به هم زر پیل شي.

بې کوره کړل شوي کسان مرستو ته منتظر دي
بې کوره کړل شوي کسان مرستو ته منتظر دي

« له افغانستان نه به د کډوالو واپسي د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه پیل شي او هره ورځ به دوه سوه کورنۍ شمالي وزیرستان ته واپس کېږي.»

بل پلو وار له مخې شمالي وزیرستان ته واپس شوي کسان وايي، حکومت ورسره د مرستو ډېرې ژمنې کړې وې، خو دوی سره هغه ډول مرستې نه کېږي او حکومت له پکار دي چې خپلې ژمنې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG