د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټوله نړۍ کې د نوي کال خوشالۍ لمانځل کیږي


د پاکستان او افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې نن د نوي کال ۲۰۱۷ م پيلېدل ولمانځل شول.په يوشمېر ځايونو کې چې د ترهه ګريزو پېښو رامنځته کېدو ويره وه،سخت اميني ګامونه پورته کړل شوي وو.

دلته په پراګ کې هم بيګا ټوله شپه تر سحره پورې په سلګونه ځوانانو د نوي کال پيلېدو په خوشالۍ کې اتش بازۍ او ګډاګانې وکړې. په نیویارک کې هم په لکونه کسان په ټایمز څلور لاري کې سره ټول شوي و څو د نوي کال لپاره اتش بازۍ او جشنونه وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویډیويي پیغام چې پرون د سپينې ماڼۍ لخوا خپور شو په کې نوموړي د ۲۰۱۷ کال مبارکي ورکړه: (( موږ ټول مساوي یو. ټول د دې حق لرو چې د خپلو هېلو د پوره کېدو لپاره ژوند وکړو. د اوباما د کورنۍ له خوا تاسو ټولو ته نیکمرغه او خوشحاله نوی کال ۲۰۱۷ غواړم)) د اوباما په څېر د نړۍ نورو مشرانو هم د ۲۰۱۷ کال د پیل په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خلکو ته وړاندې کړي او د ټولو لپاره یې د ارامۍ ډک کال غوښتی دی.

بلخوا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي کال په مناسبت په خپل یو ټویټ کې خپل دښمنان او انتخاباتي سیالان په نښه کړي دي. په دغه ټویټ کې چې پرون خپور شوی راغلي،

"نوی کال دې ټولو ته په شمول زما ، دښمنانو او کومو کسانو چې راسره سیالي وکړه او بده یې وبایلله مبارک وي." هغه زیاته کړه چې سیالان یې نه پوهیږي څه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG