د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې په دوو چاودنو کې ۲۷ کسان وژل شوي دي


د عراق په سر ښار بغداد کې په بمي چاودنو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د پولیس چارواکي وایي دغه دوه بمي چاودنې وې چې نن(شنبه) د بغداد د ګاډو د پرزو خرڅولو په یو مارکیټ کې هغه وخت وشوې چې په دغه بازار کې ګڼه ګوڼه وه.

تر اوسه د دغو چاودنو ‌ذمه واري چا نه ده منلې. خو داعش په دغه ښار کې د شوو زیاترو وروستیو ترهګرو پېښو ذمه واري منلې ده چې پکې زیاتره ولسي خلک په نښه شوي دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزات یو چارواکي رویټرز ته ویلي چې په دغو کې یوه ځانمرګې حمله وه او بله بمي چاودنه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG