د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ مزدوران وايي په سرکاري ادارو کې له موږ سره بد چلند کېږي


په کراچۍ کې مزدورانو تور پورې کړی چې د دوی لپاره کارکوونکې سرکاري ادارې ورسره نه یوازې بد چلند کوي بلکې د دوی لپاره راغلې پېسې هم پخپله خوري.

په دې لړ کې د مزدورانو قامي سازمان نېشنل ټرېډ يونين فېډرېشنغړو د جمعې په ورځ د کراچۍ پرېس کلب مخې ته یوه مظاهره وکړه.

د دې سازمان د سيند څانګې مشر ګل رحمان په دغه موقع مشال راډیو ته وویل چې د مزدورانو لپاره کارکوونکو ادارو (ای او بي اي) ، سوشل سیکورټي انسټیټیوټ او ورکرز ويليفيربورډ کې د رشوتونو پر بنسټ کار کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په سيند صوبه کې له نهه نيم زرو زياتې کارخانې دي خو په دغه ادارو کې يوازې درې نيم لکه مزدوران رجسټرډ دي چې پکې د کراچۍ ښار يواځې پېنځه فيصده مزدوران شامل دي.

(ای او بي ای) ، سوشل سیکورټي انسټیټیوټ او ورکرويليفيربورډ له د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG