د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین له پاکستان سره د بجلۍ مزو غځولو په پروژه کې مالي مرسته کوي


د چين يو سرکاري کمېټۍبه په پاکستان کې د بجلۍ مزو غځولو لپاره د یو نیم اربه ډالره ارزښت لرونکې پروژې په تر سره کولو کې مرسته کوي.

دا به په تېره څه موده کې د چین له یوه ګاونډی هېواد سره تازه سرمایه کاري وي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د څلور زره میګاواټه بجلي دا لاینونه به د خپل نوعیت لومړی پروژه وي چې له سیند مټیاري سیمې تر لاهوره پورې ده.

د پاکستان چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې دغه هوکړه د دسمبر په ۳۰مه نېټه د چين په بیجنګ کې د پاکستاني او د چينايي چارواکو ترمنځ لاسليک شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG